۰
کورنیو چارو وزارت:

افغان ځواکونو ننګرهار کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نیولی دی

سی شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د القاعده شبکې د یوه مهم غړي، چې دغه شبکې ته یې د جلب او جذب مسوولیت درلود د نیولو خبر ورکړی دی.
افغان ځواکونو ننګرهار کې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول نیولی دی
کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د القاعده شبکې د یوه مهم غړي، چې دغه شبکې ته یې د جلب او جذب مسوولیت درلود د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون دوشنبې د سلواغې ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کس د ځانګړو پولیس ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی دی.

وزارت زیاته کړې، چې عملیات د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اړوند سیمو کې شوي، چې پر مهال یې د القاعده شبکې د جلب او جذب مسوول ونیول شو.

کورنیو چارو وزارت د دغه عملیاتو د تر سره کولو د وخت او د نیول شوي کس د هویت په اړه جزیات نه دي ورکړي.

خو وايي، القاعده شبکې له طالبانو سره یو ځای ننګرهار کې ترهګریز بریدونه رهبري کول او له نیول شوي کس څخه یوه اندازه مهمات هم تر لاسه شوي دي.

باید  و ویل شي، څو میاشتې وړاندې غزني او فراه ولایتونو کې هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د القاعده شبکې د دوه مهمو مشرانو په ګډون یو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او افغان حکومت وايي، طالبانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړی او لا هم د القاعده شبکې سره ټینګې اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ارزونې او بندیزونو ډلې په یوه راپور کې ویلي، د افغانستان په فراه او غزني ولایتونو کې د القاعده شبکې د دوو قوماندانانو حسام الدین عبدالروف مشهور په ابومحسن المصري او محمد حنیف مشهور په عبدالله وژل کېدو القاعده شبکې او طالبانو اړیکې پر ټينګې دي.

دغه ډلې پخپل راپور کې د اټکل له مخې په افغانستان کې د القاعده شبکې اړوند کسانو شمېر د ۲۰۰ او ۵۰۰ تنو تر منځ ښودلی دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح هم په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې طالبانو په ژمنو عمل نه دی کړی او لا هم د القاعده شبکې سره ټینګې اړیکې لري.

خو طالبانو دغه راپورونه او ادعاوې په کلک رد کړې ویلي یې دي، چې دوی د دوحې هوکړې ته ژمن دي او هېڅ ډلې ته به افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي