۰

د هرات د پاشدان اوبو بند ۱۱ کارکوونکي تښتول شوي دي

دوشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۱
سیمه ییزه سرچینې وايي، وسله والو کسانو د هرات ولایت د پاشدان اوبو بند ۱۱ تنه کارکوونکي برمته او له ځان سره یې بېولي دي.
د هرات د پاشدان اوبو بند ۱۱ کارکوونکي تښتول شوي دي
سیمه ییزه سرچینې وايي، وسله والو کسانو د هرات ولایت د پاشدان اوبو بند ۱۱ تنه کارکوونکي برمته او له ځان سره یې بېولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د سلواغې ۲۶ مه غرمه مهال ۱۲ بجې کرخ ولسوالۍ کې د یاد بند په ختیځه څنډه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د ولایتي شورا غړي وکیل احمد کرخي ویلي، د پاشدان بند دغه کارکوونکي د یوه کانال په کندلو بوخت و، چې وسله والو طالبانو برمته او له ځان سره یې بېولي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو دغه کارکوونکي د هرات ولایت پښتون زرغون ولسوالۍ ته خپل پټنځای ته بېولي دي.

که څه هم د هرات د ولایتي شورا غړی وايي، دا کار طالبانو کړی خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امنیتي چارواکو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د هرات – خوف رېل پټلۍ د ساتنې څلور تنه ساتونکي هم په یوه وسله وال برید کې وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي