فاریاب کې ماین چاودنې ۷ پولیس وژلي دي

28 دلو 1399 ساعت 9:22

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۷ پولیس وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۷ پولیس وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د سلواغې ۲۷ مه مازیګر مهال د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وايي، د پولیسو په هاموي ټانګ د بازار په منځ کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۷ پولیس وژل شوي دي.

دی وايي، ماین طالبانو ځای پر ځای کړی و، خو طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 136494

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136494/

جمهور
  https://www.jomhornews.com