۰

ملاعبدالغني برادر د امریکا ولس ته یو لیک لېږلی دی

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
د طالبانو مرستیال او د قطر دفتر مشر ملاعبدالغني برادر د افغانستان د سولې او له امریکا سره د شوې هوکړې په اړه د امریکا ولس ته یو سرخلاصی لیک لېږلی دی.
ملاعبدالغني برادر د امریکا ولس ته یو لیک لېږلی دی
د طالبانو مرستیال او د قطر دفتر مشر ملاعبدالغني برادر د افغانستان د سولې او له امریکا سره د شوې هوکړې په اړه د امریکا ولس ته یو سرخلاصی لیک لېږلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیک پرون سه شنبه د سلواغې ۲۸ مه د طالبانو په ویب پاڼه خپور شوی دی.

طالبانو په دغه لیک کې امریکايي ولس ته لیکلي، چې په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره تر ټولو غوره لار دا ده چې دا هېواد هغه موافقه بشپړه عملي کړي چې د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹ مه دواړو لورو د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړې ده.

ملا براد په دغه لیک کې زیاته کړې، اوس چې د دوحې پر موافقې یو کال تېرېږي، له امریکايي لوري څخه مو غوښتنه دا ده چې له خپلې ژمنې سره سم د دې موافقې پوره پلې کېدو ته ژمن پاتې شي.

د طالبانو مرستیال مشر ټینګار کړي، چې دا د ټولو اړخونو مسولیت او په ګټه یې ده چې دغه جګړه پای ته ورسول شي.

ملابرادر امریکايي اولس ته دغه لیک پر داسې مهال لېږي، چې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې ویلي، دوی له طالبانو سره شوې هوکړه له سره و ارزوي.

دوی ویلي، دغه هوکړه ځکه ارزوي، چې طالبانو په خپلو کړیو ژمنو کې له القاعده سره به اړیکې پرې کوي او تاوتریخوالی به کموي نه دی عملي کړی.

امریکايي چارواکو دا هم ویلي، چې د هوکړې مطابق تر مۍ پورې ښايي سرتېري هم ونه ایستل شي او افغانستان کې د مېشت سرتېرو برخلیک به په شرایطو پورې اړه ولري.

ناټو هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دغه کارې د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع پېچلې کړې ده.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ ویلي، د افغانستان شرایط کړکېچن دي او څو چې شرایط نه وي برابر شوي، بهرني ځواکونه نه شي وتلي.

نوموړي ټينګار کړی و، چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، په ښه نیت خبرې وکړي او له نړيوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو شلولو په برخو خپلې ژمنې پوره کړي.

د ناټو سرمنشي ویلي، ناټو له افغانستانه په وتلو کې بېړه نه کوي او د دې تړون لپاره لومړیتوب دا دی چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي