۰

د افغانستان په اړه د ناټو له دریځه د افغان حکومت هرکلی

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۷
د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، د افغان سولې په اړه د ناټو د موقف او په دغه هیواد کې د شرایطو پر بنسټ یې له دریځ څخه ملاتړ کوي.
د افغانستان په اړه د ناټو له دریځه د افغان حکومت هرکلی
د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، د افغان سولې په اړه د ناټو د موقف او په دغه هیواد کې د شرایطو پر بنسټ یې له دریځ څخه ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان حکومت د زرګونو طالب بندیانو په ازادولو سره د سولې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي، خو طالبان د خپلو مسؤلیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

په خبرپانه کې یو ځل بیا ټينګار شويو چې ټولې ښکېلې خواوې باید د سولې بهیر د پرمخ بیولو لپاره خپلې ژمنې او مکلفیتونه پوره کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان روانې سولې بهیر په اړه د ناټو له موقف او په افغانستان کې د دغه سازمان د شرایطو پر بنسټ دریځ څخه په کلکه ملاتړ کوي.

سرچینې زیاته کړې«موږ یوځل بیا ټینګار کوو چې د "شرایطو پر بنسټ" دریځ، د سولې بهیر د بریا، د تیرو دوه لسیزو ولسواکي او بشري حقونو سختو لاسته راوړنو د ساتنې او په افغانستان کې زموږ د ګډو قربانیو د درناوی لپاره، خورا اړین دی.»

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبان د تاوتریخوالي په کمولو، د ترهګرو ډلو سره د خپلې اړیکې په پرې کولو، په ښه نیت سره د سولې خبرو ته دوام ورکولو او د خوشې شوي بندیان د جګړې ډګر ته د بیرته راستنیدو څخه په مخنیوي کې د خپلو مسؤلیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ روانه اونۍ وویل چې وسله وال طالبان باید تاوتریخوالی کم، د سولې خبرې پيل او له نړیوالو ترهګرو سره د اړیکو پرې کولو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د هغه په وینا د ناټو هېڅ‌ غړی نغواړي له ضرورت زیات وخت په افغانستان کې پاتې شي، خو دا هېواد به په غیر مناسب وخت کې پرېنږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي