۰
جنرال مېلر:

د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډېروالی د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی

پنجشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډېروالی د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی.
د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډېروالی د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی
په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډېروالی د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر دغه څرګندونې له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې طالبانو د معمول خلاف جګړه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

دی وايي، وړاندې به طالبانو د ژمي په موسم کې جګړې کمولې خو دا یې پر عکس د ژمي په موسم کې هم جګړو او تاوتریخوالي ته نه یوازې دوام ورکړی، بلکې زیاتې کړې یې دي.

جنرال مېلر په ټینګار سره ویلي، دا چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی همدا د سولې په برخه کې تر ټولو ستر خنډ دی.
 
د بهرنیو ځواکونو قوماندان دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې ښايي د پسرلي او اوړي په موسم کې طالبان جګړې لا شدیدې کړي.

خو زیاتوي، چې له طالبانو غواړي د جګړې پر ځای د دوحې له هوکړې سره سم د تاوتریخوالي پر کمولو او بین الافغاني مذاکراتو تمرکز وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي