۰

کابل کې د حقاني شبکې او داعش پنځه غړي نیول شوي دي

یکشنبه ۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
د ملي امنیت عمومي ریاست پلازمېنه کابل ښار کې د حقاني شبکې او داعش وسله والې ډلې د پنځه کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
کابل کې د حقاني شبکې او داعش پنځه غړي نیول شوي دي
د ملي امنیت عمومي ریاست پلازمېنه کابل ښار کې د حقاني شبکې او داعش وسله والې ډلې د پنځه کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست نن یکشنبې د کب ۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د حقاني شبکې او داعش دغه پنځه غړي د کابل ښار د ۱۷ مې ناحیې اړوند سیمو کې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شوي کسان، جاوید، احمد مرید، روح الله، عبدالحفیظ او عبدالجبار نومېږي، چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، نیول شویو کسانو په کابل ښار کې د راکېټونو د ساتنې، لېږد، ځای پر ځای کولو او د ښار پر بېلا بېلو برخو د توغولو دنده درلوده.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې نیول شوي کسان څو یې د حقاني شبکې او څو د داعش غړي دي، خو وايي، دوی د مزاري د تلین پر مراسمو، د بګرام پر هوايي ډګر او کابل پر هوايي ډګر په راکېټي بریدونو کې لاس درلود.

ملي امنیت زیاته کړې، چې د حقاني شبکې او داعش د دغه ښاري شبکې په نیولو سره به ډېر ژر د ترهګرو د نورو ښاري شبکو ځایونه هم تثبیت او وبه یې نیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي