۰

له اوږده ځنډ وروسته بیا قطر کې د سولې مرکچي پلاوي سره جرګه شوي

سی شنبه ۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۳
د قطر پلازمېنه کې د بین الافغاني مذاکراتو مرکچي ټیمونو غړو له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.
له اوږده ځنډ وروسته بیا قطر کې د سولې مرکچي پلاوي سره جرګه شوي
د قطر پلازمېنه کې د بین الافغاني مذاکراتو مرکچي ټیمونو غړو له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دواړو پلاویو مشرانو او غړیو تر منځ دغه لیدنه او خبرې پرون دوشنبې د کب ۴ مه دوحه کې شوې دي.

دواړو لورو د دغه خبر پخلی کړی وايي، ټینګار یې پرې دې و، چې د سولې خبرې به اوږدوی او خپلو ناستو ته به دوام ورکوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ ویلي، چې د دواړو ټيمونو رییسانو او غړو پرون سره ولیدل.

د هغه په وینا په دې ناسته کې بیا ژمنې وشوې، چې د سولې خبرې به پسې غوځوي او دغه راز به اجندا جوړونکی ټیمونه هم خپلو ناستو ته ادامه ورکوي او د اجنډا موضوعات به ترتیبوي.

د یادونې ده، چې کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شو خو تر دوه لومړیو ناستو وروسته دغه خبرې سړې شوې او کابو یوه میاشت دواړو ټیمونو سره ونه لیدل او نه یې هم خبرې وکړې.

هغه مهال د طالبانو د مرکچي پلایو یو شمېر غړو د سیمې ځینې هېوادونو ته سفرونه پیل کړي و او افغان مرکچي پلاوي ویل، چې طالبانو د سولې د خبرو مېز پریښی او په سفرونو بوخت دي.

د سولې خبرې پر داسې مهال پڅې او سړې روانې دي، چې دلته د هېواد نېږدې په هره برخه کې جنګ جګړو او وژنو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي