۰

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته ځي

سی شنبه ۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۶
ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ روسیې ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته ځي
ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ روسیې ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، ښاغلي اتمر او ورسره پلاوی به سبا چهارشنبې د کب ۶ مه مسکو ته ولاړ شي.

ښاغلي اتمر به په دغه څلور ورځني سفر کې د روسي چارواکو سره د افغان سولې پروسې، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړي.

کابل او مسکو دواړو د ښاغلي اتمر او ورسره پلاوي د سفر کولو خبره تایید کړې وايي ښاغلي اتمر به له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره هم وګوري.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ستر سلاکار باري سلام ویلي،  د دواړو خواوې به د سولې پروسه، سیمه ییزه اجماع، له ترهګرۍ، مخدره موادو او سیمه کې له پرمختللیو جنایتونو سره په ګډې مبارزې او سیمه ییز اتصال باندې به بحث وکړي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا هم مسکو ته د ښاغلي اتمر د ورتګ پخلی کړی وايي، تمه ده د ناستو پر مهال د اقتصاد او سوداګرۍ په شمول د دوه اړخیزو اړیکو په بېلابېلو مسلو او هم له سوله ییزې لارې د افغانستان د کړکېچ د هواري او د ترهګرۍ او نشه یي توکو د قاچاق د ګواښونو په وړاندې پر مبارزې بحث وشي.

نوموې زیاته کړې، روسیه تل له سوله ییزې لارې د افغانستان د کړکېچ د هواري غوښتونکې ده او په دغه هېواد کې د ملي پخلاینې پر وده او اوږدې مودې وسله والې شخړې پر ختمولو ټینګار کوي.

هغې ویلي«موږ تل د یوه سوله ییز، خپلواک او بې پرې دولت په توګه د افغانستان د پرمختګ غږ پورته کړی داسې چې له ترهګرۍ او مخدره موادو خالي وي، له خپلو ګاونډيو، سیمې او پاتې ټولې نړۍ سره ښې اړېکې ولري.»

مسکو ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوی سفر پر داسې مهال کېږي، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف وروستیو څرګندونو د افغان حکومت سخت غبرګون راپارولی وو.

کابلوف په یوه مرکه کې د قطر د سولې مذاکرات بې مانا بللي و او ټینګار یې کړی و، چې د افغانستان د ستونزې هوارۍ د یوه لنډ مهالي حکومت په رامنځ ته کېدو سره کېدای شي.

نوموړي ټینګار کړی و، چې موقت یا لنډمهالی حکومت په افغانستان کې د کورنیو جګړو د پای ته رسېدو لپاره یوه کلاسیکه لاره ده.

خو د کابلوف دغه څرګندونې د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوې او دا یې په کلکه رد کړې.

ان ولسمشر غني و ویل، چې څو دی ژوندی دی هغوي«د موقت حکومت ملاتړي، غوښتونکي او طالبان» به د موقت حکومت مخ ونه ګوري.

ښاغلي غني ټینګار کړی و، چې د موقت حکومت راتګ د نظام د پاش کېدو په مانا دی او افغان حکومت به هېڅ وخت اجازه ورنه کړي، چې دا کار وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي