۰

جرمني په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت غځوي

چهارشنبه ۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۱
 د جرمني دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د نظامي ماموریت د احتمالي تمدید خبر ورکړی دی.
جرمني په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت غځوي
د جرمني دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د نظامي ماموریت د احتمالي تمدید خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني دفاع وزیرې آنه ګرت کرامپ کارن باوئر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان کې د دوی نظامي ماموریت د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې پای ته رسېږي.

خو په وینا یې دوی په دې لټه کې دي، چې دغه ماموریت تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې تمدید کړي.

د جرمني دفاع وزیرې زیاته کړې، چې په دې اړه یې له خپل پارلمان سره بحثونه روان دي او ښايي دوی ډېر ژر په دې هلکه موافقې ته سره ورسېږي.

د یادونې ده، چې جرمني دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې د افغان پوځ د روزنې او ملاتړ دنده پر مخ وړي.

المان داسې مهال د خپلو سرتېرو د حضور د دوام په اړه خبره کوي چې ټاکل شوې د دوحې هوکړې له مخې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

خو ناټو او امریکا ویلي، چې دوی تر اوسه د سرتېرو د ایستلو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې او هره پرېکړه چې کوي په ګډه به یې کوي.

وړمه ورځ د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي و، چې له افغانستان د ځواکونو د ایستلو پرېکړې ته لا هم وخت شته دی او دا په شرایطو پورې اړه لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان باید جګړه ودروي، د سولې ماناداره خبرې پیل کړي او دې ته زمینه برابره کړي، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي