سیمه ییز چارواکي وايي، اروزګان ولایت کې د ګاز د نیونې له امله ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د کب ۵ مه د ارزوګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ کې د هلمند سیند غاړې ته رامنځ ته شوې ده.
د والي ویاند احمدشاه ساحل وايي، دغه ۱۰ ولسي وګړي چې ګیزاب ولسوالۍ ته یوه واده ته راغلي و، په موټر کې ګاز نیولي او وژلي یې دي.
د هغه په وینا د یادو کسانو موټر د پرون سهار ۸ بجو راهیسې د هلمند په سیند کې بند پاتې و او د موټر دروازې یې هم تړل شوې وې، چې ګاز نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په مړو شویو کسانو کې ۶ مېرمنې، ۳ ماشومان او یو ځوان شامل دي.
د اروزګان د والي ویاند وایي، دغه سیمه د طالبانو کنټرول کې ده نو ځکه امنیتي ځواکونو ورسره کومه مرسته ونه شوای کړی.
جمهورخبري آژانس:اروزګان