۰
جنرال سکاټ مېلر افغان ځواکونو ته!

اکثریت افغانان پر تاسو ویاړي، لاس ته راوڼې به مو له لاسه ونه وځي

یکشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۹
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاس ته راوړنې به له لاسه ونه وځي.
اکثریت افغانان پر تاسو ویاړي، لاس ته راوڼې به مو له لاسه ونه وځي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاس ته راوړنې به له لاسه ونه وځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر دغه څرګندونې پرون د کب ۹ مه د سرتېري ورځې په ویاړ د مبارکۍ په یوه پیغام کې کړې ده.

نوموړي د افغان ځواکونو له هڅو چې د خپل جمهوري نظام او خلکو لپاره کوي ستاینه او ټینګار کړی، چې دغه لاس ته راوړنې به له لاسه ونه وځي.

جنرال مېلر په دغه پیغام کې افغان ځواکونو ته په خطاب کې ویلي«زه غواړم ستاسې له هغو هڅو مننه وکړم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت لپاره او په تېره بیا د افغانستان د خلکو لپاره یې کوی، ستاسې قربانۍ به له لاسه ونه وځي، د هېواد شاوخوا ته د سفر پر مهال اکثره اورم چې خلک پر تاسو څومره ویاړ کوي.»

په ورته وخت کې جنرال مېلر په دغه پیغام کې دا هم ویلي، چې دوی به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې پرون د کب ۹ مه د چې د سرتېري ورځ نومول شوې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په شانداره مراسمو کې ولمانځل شوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت کې د سرتېري ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د افغان ځواکونو میړانې او لاس ته راوړنې وستایلې ویې ویل، چې افغان ځواکونه په خپلو پښو درېدو ته نېږدې شوي او اوس مهال کابو ۹۰ سلنه عملیات خپله مخ ته وړي.

د هغه په وینا افغان ځواکونو په تېرو څو کلونو کې دومره پرمختګ کړی، چې په نورو هېوادونو کې دغه پرمختګ په ۲۰ کلونو کې هم نه شي راتلای.
ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې دي او دا د دې مانا ده، چې دغه ځواکونه نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ امنیت هم ساتي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې د افغان ځواکونو لا ښه تجهیز او تسلح یې د کار له لومړیتوبونو څخه دی او همدا ځواکونه دي، چې نور به خپل هېواد په خپله ساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي