۰

ننګرهار کې د داعش یو غړی له ماینونو سره نیول شوی دی

یکشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۹
د ننګرهار سیمه ییز چارواکو په دغه ولایت کې د داعش د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې د داعش یو غړی له ماینونو سره نیول شوی دی
د ننګرهار سیمه ییز چارواکو په دغه ولایت کې د داعش د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، دغه داعشي غوښتل د سرتېري د ملي ورځې په اوږدو کې ماین چاودنې وکړې.

خو په وینا یې امنیتي ځواکونو افغان ځواکونو دغه کس له چاودنو وړاندې له ۱۱ کړۍ ماینونو سره یو ځای نیولي دی.

امرخېل د نیول شوي داعشي هویت نه دی په ډاګه کړی، خو وايي، شپږ کړۍ ماینونه د افغان ځواکونو له خوا شنډ کړل شوي او پنځه نورو ته یې چاودنه ورکړې ده.

په ننګرهار کې د ماینونو سره د داعشي نیول کېدو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې همدا پرون په جلال آباد ښار کې د ولایتي شورا د غړي عبدالقهار په موټر ماین چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې خپله د ولایتي شورا غړي عبدالقهار ټپي شوی او یو تن ولسي وګړی وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي