بګرامیو کې خلکو یو ترهګر ماین چوونکی له ریموټ سره نیولی

10 حوت 1399 ساعت 9:23

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، بګرامیو ولسوالیو کې خلکو یو ترهګر ماین چوونکی له ریموټ سره لاس په لاس نیولی دی.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، بګرامیو ولسوالیو کې خلکو یو ترهګر ماین چوونکی له ریموټ سره لاس په لاس نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د کب ۱۰ مه د شپږنیم له غونډې وروسته ویلي، پرون بګرامیو کې بایسکل بم چاودنه وکړه چې یو پولیس په کې و وژل شو.

د ښاغلي صالح په وینا د پېښې له رامنځ ته کېدو څو دقیقې نه وې تېرې چې د سیمې خلکو دغه ترهګر ماین چوونکی له ریموټ سره لاس په لاس ونیوه، چې اوس د قانون په پنجو کې دی.

ښاغلی صالح وايي، د شپږنیمو د غونډې پرلپسې اعلامیه چې خلکو ته د ترهګرو د فعالیتونو په اړه په کې معلومات ورکړل شوي د دې لامل شوې، چې پر ترهګرو کړۍ راتنګه شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، چې د شهید ساتمن جمشید کورنۍ ته به هم رسېدګي وشي او دغه راز له ولسمشر سره هم د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په اړه سلا مشورې شوې، چې په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې به ورته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 136842

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136842/

جمهور
  https://www.jomhornews.com