۰

بګرامیو کې خلکو یو ترهګر ماین چوونکی له ریموټ سره نیولی

یکشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، بګرامیو ولسوالیو کې خلکو یو ترهګر ماین چوونکی له ریموټ سره لاس په لاس نیولی دی.
بګرامیو کې خلکو یو ترهګر ماین چوونکی له ریموټ سره نیولی
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، بګرامیو ولسوالیو کې خلکو یو ترهګر ماین چوونکی له ریموټ سره لاس په لاس نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د کب ۱۰ مه د شپږنیم له غونډې وروسته ویلي، پرون بګرامیو کې بایسکل بم چاودنه وکړه چې یو پولیس په کې و وژل شو.

د ښاغلي صالح په وینا د پېښې له رامنځ ته کېدو څو دقیقې نه وې تېرې چې د سیمې خلکو دغه ترهګر ماین چوونکی له ریموټ سره لاس په لاس ونیوه، چې اوس د قانون په پنجو کې دی.

ښاغلی صالح وايي، د شپږنیمو د غونډې پرلپسې اعلامیه چې خلکو ته د ترهګرو د فعالیتونو په اړه په کې معلومات ورکړل شوي د دې لامل شوې، چې پر ترهګرو کړۍ راتنګه شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، چې د شهید ساتمن جمشید کورنۍ ته به هم رسېدګي وشي او دغه راز له ولسمشر سره هم د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په اړه سلا مشورې شوې، چې په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې به ورته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي