۰

چین هم د افغانستان سره د کرونا ضد واکسین مرسته کوي

دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۶
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چین ورسره د کرونا ضد ۴۰۰ زره ډوز واکسین مرستې ژمنې کړې ده.
چین هم د افغانستان سره د کرونا ضد واکسین مرسته کوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چین ورسره د کرونا ضد ۴۰۰ زره ډوز واکسین مرستې ژمنې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ژمنه پرون یکشنبې د کب ۱۰ مه کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح سره لیدنه کې کړې ده.

د چین سفیر وانګ یو وايي، هېواد به یې ډېر ژر له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین مرسته وکړي.

چین تر دې وړاندې د ۲۰۰ زره ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه کړې وه خو اوس د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه دا شمېره ۴۰۰ زرو ته لوړه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت دغه راز زیاتوي چې وانګ یو ټینګار کړی دی چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هند له افغانستان سره د کرونا ضد واکسین د نیم میلیون ډوزه مرسته وکړه، چې د تطبیق لړۍ یې هم به رسمي ډول پیل شوه.

هغه مهال د عامې روغتیا وزارت ویل دغه واکسن به لومړي سر کې روغتیايي کارکوونکو، د رسنیو کارکوونکو او د افغان ځواکونو ته تطبیق شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي