۰

د دفاع وزارت سرپرست او کورنیو چارو وزیر کندهار ته تللي وو

دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۰
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل او د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللي وو.
د دفاع وزارت سرپرست او کورنیو چارو وزیر کندهار ته تللي وو
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل او د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي د یوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته تللي وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوړ پوړي چارواکي پرون یکشنبې د کب ۱۰ مه کندهار ته تللي و او موخه یې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ارزول وو.

دوی د زابل – کندهار پر لویه لار د موټر چلوونکو سره هم ولیدل او د هغوی ستونزې یې له نېږدې واورېدلې او هغوی ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

دغه راز دغه امنیتي چارواکو کندهار ته په رسېدو د امنیتي وضعیت تر ارزونې وروسته و ویل، چې افغان ځواکونو کندهار کې ګڼې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي.

کندهار ته د دغه لوړ پوړو چارواکو سفر پر داسې مهال تر سره کېږي، چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې دغه ولایت کې جګړو زور اخیستی دی.

ارغنداب، میوند، پنجوايي او ځینې نورې ولسوالۍ هغه سیمي دي، چې په کې سختې جګړې روانې دي.

د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو چارواکي وایي، طالبانو په دغه ولایتونو کې خپل ټول زور وازمویه، خو د زیاتو تلفاتو په لیدلو سره د کومې سیمې په سقوط بریالي نه شو.

دا خبره ولسمشر غني هم د سرتېرو د ملي ورځې په لمانځ غونډه کې وکړه او ویې ویل، چې پر کندهار او هلمند تر حملو وروسته به ان د طالبانو ملاتړي پر دې پوه شوي و، چې غلطه محاسبه یې کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کندهار
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي