۰

خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو سیمې ته سفر پیلوي

دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۱
ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سولې په تړاو خپل رسمي سفر پیل کړي.
خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو سیمې ته سفر پیلوي
ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سولې په تړاو خپل رسمي سفر پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد به دوحې، کابل او یو شمېر نورو هېوادونو ته سفر ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبې د کب ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد به له افغان چارواکو، طالب استازو او نورو هېوادونو له چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې خلیلزاد به له هغو چارواکو او طالب استازو سره له سره خبرې پیل کړي چې د افغانستان په عادلانه او دوامداره سیاسي جوړجاړي او دایمي او هر اړخیز اوربند کې یې ګټې نغښتې دي.

خلیلزاد پر داسې مهال پر افغان سوله د خبرو لپاره سیمې ته سفر پیلوي، چې له یوې د بایډن ادارې له طالبانو سره د دوحې د شوې هوکړې د بیا ارزولو خبر ورکړی دی او له بلې خوا د تېرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي