۰

ترکیه: له افغان سولې خپل ملاتړ ته دوام ورکوو

دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۸
کابل کې د ترکیې سفیر اوغوز خان ارطغرل وايي، هېواد به یې له افغان سولې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
ترکیه: له افغان سولې خپل ملاتړ ته دوام ورکوو
کابل کې د ترکیې سفیر اوغوز خان ارطغرل وايي، هېواد به یې له افغان سولې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ارطغرل دا څرګندونې د افغانستان او ترکیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې هېواد یې تل په بېلو مواردو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده او په بېلو برخو کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

دی وايي، افغانان له څلورو لسیزو راهیسې د جګړې په اور کې راګیر دي او د دې جګړو د ختمولو یوازینۍ او اغېزناکه لار بین الافغاني مذاکرات دي.

ښاغلی ارطغرل وایي، هېواد یې تل په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی او په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.

کابل کې د ترکیې سفیر ویلي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړي دي او تمه لري چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې روانه جګړه ختمه کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي