۰

له خلیلزاد سره د غني لیدنه: په سوله کې د امریکا د اغېزناک رول ډاډ ورکړل شوی

سی شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
له خلیلزاد سره د غني لیدنه: په سوله کې د امریکا د اغېزناک رول ډاډ ورکړل شوی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون دوشنبې د کب ۱۱ مه کابل ته راغلی او له غرمې وروسته ورسره ولسمشر غني ولیدل.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دا کتنه په ارګ کې وشوه او دواړو لورو د سولې پروسې په راتلونګو ګامونو خبرې کړي او یاد بهیر پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

خبرپاڼه وايي، خلیلزاد د سولې لپاره پر داخلي اجماع او سیمه ییزې او بین المللي ډيپلوماسۍ خوښي وښوده.

نوموړي ولسمشر غني ته او یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د اغېزناک رول ډاډ ورکړی دی.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد پرون کابل ته په رسېدو لومړی د سولې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.

عبدالله پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له خلیلزاد سره یې د امریکا له لوري د دوحې هوکړې پر بیا ارزونې او راتلونګو کامونه په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې«موږ د تاوتریخوالي د بېړني پای ته رسولو او د سولې خبرو ته د سرعت ورکولو غوښتنه بیا وکړه.»

د یادونې ده، چې د ولسمشر بایډ په رتګ سره دا د افغان سولې په تړاو سیمې ته د خلیلزاد لومړی سفر دی، چې پیلوي یې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، خلیلزاد به له افغان چارواکو سربېره، طالب استازو، اسلام آباد، اماراتو او ځینو نورو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلزاد به له هغو چارواکو او طالب استازو سره له سره خبرې پیل کړي چې د افغانستان په عادلانه او دوامداره سیاسي جوړجاړي او دایمي او هر اړخیز اوربند کې یې ګټې نغښتې دي.

خلیلزاد پر داسې مهال پر افغان سوله د خبرو لپاره سیمې ته سفر پیلوي، چې له یوې د بایډن ادارې له طالبانو سره د دوحې د شوې هوکړې د بیا ارزولو خبر ورکړی دی او له بلې خوا د تېرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي