۰
ازبکستان:

افغانستان سره د سولې او نورو بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ته تیار یو

سی شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۶
د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، هېواد یې له افغانستان سره د سولې او نورو بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
افغانستان سره د سولې او نورو بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ته تیار یو
د ازبکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، هېواد یې له افغانستان سره د سولې او نورو بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال خسرو ناظري دغه څرګندونې له خپل افغان سیال میرویس ناب سره لیدنه کې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې د کب ۱۲ مه خبره کړې خبرپاڼه کې ویلي، میرویس ناب دوشنبې ته د سفر په ترڅ کې له خپل تاجک سیال ناظري سره په یو شمېر مسایلو خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، په دغه لیدنه کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس پر جوړېدو، بین الافغاني خبرو او د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د تاجکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي ناظري ويلي، دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاریو ته تیار دي.

د تاجک چارواکیو په خبره دوی د هغې سولې ملاتړ کوي چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږي.

د معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې تاجکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکي سفر په هکله هم خبرې وشوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي