۰
د انعکاس تلوېزیون کاروونکو برید ته د ارګ او سپېدار غبرګون:

دا ډول بریدونه د تېرو کلونو لاس ته راوړنې او د جمهوریت غږ نشي خپ کولی

چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
ارګ او د ملي روغې جوړې عالي شورا ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون پر کاروونکو برید ته په غبرګون کې وايي، دغه ډول بریدونه د جمهوریت غږ او د تېرو کلونو لاس ته راوڼې نه شي خپ کولی.
دا ډول بریدونه د تېرو کلونو لاس ته راوړنې او د جمهوریت غږ نشي خپ کولی
ارګ او د ملي روغې جوړې عالي شورا ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون پر کاروونکو برید ته په غبرګون کې وايي، دغه ډول بریدونه د جمهوریت غږ او د تېرو کلونو لاس ته راوڼې نه شي خپ کولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله دواړ په کلکه دغه برید غندلی وايي، د افغانستان دښمنان نشي کولی، چې د ژورنالیستانو او بې ګناه افغانانو په وژلو سره خپلو شومو موخو ته ورسیږي.

ارک ویلي، ولسمشر غني د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د انعکاس راډیو ټلوېزیون د درېیو کار کوونکو د وژنې د عاملانو د موندلو لپاره امنیتي ارګانونو ته جدي سپارښتنه کړې دي.

سرچینه وايي ښاغلي غني اړوندو ارګانونو ته د یادې پېښې د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو د لارښوونې ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي.

په ورته وخت کې ډکتر عبدالله هم په دې پېښه خواشني ښودلې وايي، د افغانستان دښمنان نشي کولی، چې د ژورنالیستانو او بې ګناه افغانانو په وژلو سره خپلو شومو موخو ته ورسیږي.

نوموړي ویلي، افغانانو او افغان دولت ته سوله لومړیتوب دی، او دغسې وحشیانه بریدونه به افغانان له خپلې اصلي موخې، چې په هېواد کې تل پاتې او عادلانه سوله ده را وه نه ګرځوي.

د یادونې ده، چې ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون د دوبلې برخې کاروونکې مرسل حبیبي، سعدیه او شهناز پرون سه شنبې د کب ۱۲ مه په جلال آباد ښار کې په وسله والو بریدونو کې و وژل شوې.

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، قاتل یې نیولي، چې قاري بصیر نومېږي او د طالبانو غړی دی.

امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت ویلي، د قاري بصیر په نوم هغه مهم تروریست چې د دې ډلې رهبري یې کوله، له یوې رکشې او بې غږه تفنګچې سره نیول شوی دی.

خو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

دغه پېښې د خبریالاتو د خوندیتوب کمېتې، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او خواله رسنیو د کاروونکو هم سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پر افغان حکومت او امریکا نیوکه کړې، چې یوازې اعلامیې خپروي.

دوی په یوه اعلامیه کې ویلي، افغان حکومت او امریکا دې اعلامیې خپرول بس کړي بلکې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې عملي اقدامات وکړي.

د خواله رسنیو کاروونکو بیا ویلي، که رښتیا هم قاتل نیول شوی وي، چې په وینا یې دوی شک لري، باید په علني ډول اعدام کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي