۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی:

امریکا سولې په تړاو حکومت ته نوې طرحه سپارلې، د انتقالي حکومت خبره هم په کې شته

چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، امریکا د افغانستان د سولې په تړاو افغان حکومت ته یوه نوې طرحه سپارلې ده.
امریکا سولې په تړاو حکومت ته نوې طرحه سپارلې، د انتقالي حکومت خبره هم په کې شته
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، امریکا د افغانستان د سولې په تړاو افغان حکومت ته یوه نوې طرحه سپارلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط زیاته کړې، چې دې طرحه کې د انتقالي حکومت موضوع هم شامله ده.

د هغه په وینا که دا طرحه ومنل شي، نو د سولې بهیر کې به د ملګرو ملتونو ونډه زیات او  د دغه سازمان په منځګړیتوب به د مخورو او مشرانو یوه غونده جوړه شي.

که څه هم دغه چارواکي په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو له خبرو یې داسې ښکاري، چې امریکا یو ځل بیا د افغانستان په اړه د بن په شکل غونډه جوړول غواړي.

کابل ته د خلیلزاد له راتګ، له بهر څخه د یو شمېر افغان سیاسیونو راتګ او له دغه سیاسیونو سره د خلیلزاد له لیدو کتو هم داسې ښکاري، چې ګڼې امریکا د سولې نوې طرحه راوړې او د انتقالي حکومت موضوع هم ښايي په کې وي.

افغان حکومت په رسمي ډول تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د ولسمشر لومړي مرستیال نن چهارشنبې د کب ۱۳ مه د ګډ حکومت په اړه آوازې او ګنګوسې په کلکه رد کړې دي.

صالح د شپږنیمو له غوندې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې افغانستان کې د نظام بنسټ اساسي قانون دی او هېڅوک اساسي قانون ته بدلون نه شي ورکولی.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې له خلیلزاد او ورسره پلاوی سره د ولسمشر غني په دوه ځلي لیدونو کې یې ګډون درلود او ورسره یې د سولې پروسې، دوه اړخیزه اړیکو له سولې د طالبانو او پاکستان د تحلیل او دوکې او په دې اړه چې څه ډول د سولې په پروسه کې د افغانستان د خلکو واقعي اراده تمثیل شي خبرې اترې کړې دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، دښمن کله کله له سولې خبرې کوي، خو تل یې چل او دوکه کړې او د خلکو وژنې ته یې ادامه ورکړې ده.

دی وايي، له طالبانو د سولې او تفاهم هېڅ عملي نښه نه وي، نو ځکه پر خلکو غږ کوي، چې د ځایه آوازو او شایعاتو ژرندې ونه ګرځي.

ښاغلي صالح ټینګار کړی، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام بنسټ اساسي قانون دی، چې د خلکو په مستقیمه رایه ټاکل شوی دی.
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، هېڅوک د اساسي قانون د لغوې او باطلولو صلاحیت نه لري.

صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد لا هم کابل کې دی او له افغان سیاسیونو سره یې خپلو لیدونو ته دوام ورکړی دی.

نوموړي له دولتي چارواکو سربېره له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، د جمعیت ګوند له مشر صلاح الدین رباني، د همدې ګوند له اجرائیه رییس عطامحمد نور، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي سره کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي