۰

ولسمشر غني او د یوناما مشرې په ټول شموله سولې خبرې کړې دي

پنجشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۸
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونا ځانګړې استازې د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.
ولسمشر غني او د یوناما مشرې په ټول شموله سولې خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونا ځانګړې استازې د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ډيبرا لاينز لیدنه پرون شوې، چې د ارګ په وینا خبرې یې په ټول شموله سولې ورټولې وې.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو د سولې پروسې پر راتلونکو پړاونو خبرې وکړې او د تاوتریخوالي په زیاتېدو یې اندېښنه وښوده.

سرچینه وايي، د دواړو لورو ټینګار پر دې وو، چې د افغانانو اصلي غوښتنه اوربند او سوله ده، چې باید عملي شي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما هم دا ليده کاته ښه ياد کړې وايي، دواړو خواوو د ټول شموله سولې او د افغانستان په ملاتړ د سیمه ييزې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو وغږېدل.

دې ادارې پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي په دې غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني او یوناما د ځانګړې استازې ډیبرا لاینز تر څنګ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ګډون درلود.

دا لیدنه پر داسې مهال کېږي، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، امریکا د سولې په تړاو افغان حکومت ته یوه نوې طرحه وړاندې کړې.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په دغه طرحه کې د انتقالي حکومت موضوع هم شامله ده او که ومنل شي نو د ملګرو ملتونو ونډه به د سولې خبرو کې زیاته او  د دغه سازمان په منځګړیتوب به د مخورو او مشرانو یوه غونده جوړه شي.

که څه هم دغه چارواکي په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي، خو له خبرو یې داسې ښکاري، چې امریکا یو ځل بیا د افغانستان په اړه د بن په شکل غونډه جوړول غواړي.

کابل ته د خلیلزاد له راتګ، له بهر څخه د یو شمېر افغان سیاسیونو راتګ او له دغه سیاسیونو سره د خلیلزاد له لیدو کتو هم داسې ښکاري، چې ګڼې امریکا د سولې نوې طرحه راوړې او د انتقالي حکومت موضوع هم ښايي په کې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي