۰

اروپايي پارلمان افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده

شنبی ۱۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
د اروپا پارلمان په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي او په ځانګړي ډول په هدفي وژنو ژونه خواشني ښودلې او دا یې د اندېښنې وړ مسله بللې ده.
اروپايي پارلمان افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده
د اروپا پارلمان په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي او په ځانګړي ډول په هدفي وژنو ژونه خواشني ښودلې او دا یې د اندېښنې وړ مسله بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پارلمان پرون جمعه د کب ۱۵ مه په یوه د خبریالانو، بشري حقونو د فعالانو او د مدني ټولنو د غړیو د وژنې په غندلو سربېره د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه شوې ده.

په اعلامیه کې د مارچ په دویمه په ننګرهار کې د درېیو ښځينه خبریالانو وژنه سخته د اندېښنې وړ بلل شوې ده.

له افغانستان سره د اروپا د پارلمان د اړیکو د ډلې مشر پیټراس اوسټرېویچیوس په دغه اعلامیه کې ویلي، دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې په سیسټماټیک تاوتریخوالي سره هغه کسان هدف ګرځول کېږي چې په یوه ازاده او پرانېستې ټولنه کې فعاله دي او د بیان د ازادۍ د ډاډمنولو لپاره کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي