۰
عطا محمد نور:

د سولې په تړاو د امریکا نوې طرحه درې مهمې او عمومي برخې لري

شنبی ۱۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۵
د جمعیت ګوند اجرئیه مشر استاد عطا محمد نور وايي، دی د افغان سولې په تړاو د امریکا نوې طرحه ښه ارزوي، ځکه د تېرو کلونو لاس ته راوڼو خوندیتوب په پا کې نیول شوی دی.
د سولې په تړاو د امریکا نوې طرحه درې مهمې او عمومي برخې لري
د جمعیت ګوند اجرئیه مشر استاد عطا محمد نور وايي، دی د افغان سولې په تړاو د امریکا نوې طرحه ښه ارزوي، ځکه د تېرو کلونو لاس ته راوڼو خوندیتوب په پا کې نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور دغه څرګندونې پرون جمعه د کب ۱۵ مه د آزادۍ رادیو سره ځانګړې مرکه کې کړې وايي، دا طرحه درې مهمې او عمومي برخې لري.

د هغه په وینا لومړۍ برخه یې پر اساسي قانون او راتلونکي اسلامي دولت باندې موافقه ده، هر دولت چې رامنځ ته کېږي.
 
دی وايي، د طرحې دویمه برخه د اجرائیوي او حکومتوالۍ برخو په کنټرول او ادارې باندې موافقه او پرېکړه ده او درېیمه هغه یې دایمي، جامع او ټولشموله اوربند دی یعنې چې ټول افغانستان ته عملي وي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، دا طرحه نورې وړې شاخې لري او لوی بحثونه په کې دي، تر کومه ځایه چې زه په جریان کې یم ښه موارد په کې دي، د اتلس نولسو وروستیو کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب په کې مطرح دی.»

دی وايي، په دې طرحه کې د اوربند څارنه، د ښځو فعاله ونډه، بشري حقونه، په پارلمان کې د طالبانو حضور، د انتخاباتو کمېسیون، د عالمانو او فقهاوو کمېسیون هغه څه دي چې په پاسنیو درېیو لویو مواردو کې ځای شوي.

ښاغلي نور د ترکیې په کوربه توب د داسې یوې لویې ناستې په اړه ټینګار کړي، چې په ناسته کې د دوحې د ټیم د بشپړتیا او غښتلتیا لپاره د افغان سیاسي مشرانو یوه ډله ګډون کوي.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه مشر دا هم ویلي، دې ته په کتو چې ولسمشر اشرف غني مخکې ویلي و چې د سولې لپاره قربانې ته تیار دی، نو د ده په خبره که د تفاهم له لارې جګړه پای ته رسېږي او د خلکو د وینې تویدو مخه نیول کېږي ښه ده چې ټول یوې هوکړې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي