۰

نادر نادري: د سولې په تړاو د امریکا نوې طرحه تر ارزونې لاندې ده

یکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۱
له طالبانو سره د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی احمد نادر نادري وايي، د سولې په تړاو د امریکا نوې طرحه د افغان دولت تر ارزونې لاندې ده.
نادر نادري: د سولې په تړاو د امریکا نوې طرحه تر ارزونې لاندې ده
له طالبانو سره د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی احمد نادر نادري وايي، د سولې په تړاو د امریکا نوې طرحه د افغان دولت تر ارزونې لاندې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نادري، چې نن یکشنبې د کب ۱۷ مه د افغانستان د ستراتېژیکو څېړنو مرکز کې خبرې کولې و ویل، چې دغه طرحه د افغان جګړې د پای ته رسولو او سولې ثبات لپاره یو له څو انتخابونو څخه ده.

نوموړي و ویل«ما دغه طرحه ولیده، یو له څو انتخابونو څخه ده، چې باید بحث پرې وشي او وارزول شي.»

دی وايي، دا طرحه اوس د دولت تر ارزونې لاندې ده او باید دولت د دغه طرحې ګټورتب په واقعي توګه وڅېږي، تر چې ولیدل شي، چې له افغانستان سره مرسته کوي  او که یا هم یوه بل اوږده بحران ته راکاږي.

د هغه په وینا دا چې د دغه طرحې ځینې برخې د افغان دولت له ارزښتونو سره اړخ لګوي، نو ښايي طالبانو ته د منلو نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي روغې جوړې عالی شورا ډاکتر عبدالله عبدالله هم ټینګار کړی، چې له دغه طرحې وېره نه ده پکار بلکې بحثونه باید ورباندې وشي.

د عبدالله په وینا دغه طرحه د سولې د خبرو د ګړندي کولو او د تاوتریخوالي د کمولو په موخه یو له انتخابونو څخه ده، چې افغان حکومت به یې له ولس سره هم شریکه کړي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم نن په یوه امنیتي خبري کفنرانس کې و ویل، چې دا د خلیلزاد طرحه ده نه د امریکا د حکومت.

دی هم وايي، دغه طرحه د خبرو د ګړندي کولو او تاوتریخوالي د کمولو لپاره ده او افغان دولت هر هغه مذاکراتو ته په هر ځای کې چمتو دی، چې پر مټ یې افغانستان ته تل پاتې سوله او ثبات راځي.

د امریکا سپنیې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې دا طرحه د امریکا د حکومت رسمي دریځ نه دی، بلې امریکا د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره بېلا بېل انتخابونه په پام کې لري.

د یادونې ده، چې خلیلزاد څو ورځې وړاندې کابل ته د راتګ سره افغان ولسشمر غني په ګډون له یو شمېر چارواکو او سیاسیون سره د سولې په تړاو نوې طرحه شریکه کړه.

ویل کېږي په دغه طرحه کې، چې له طالبانو سره په قطر کې هم شریکه کړی شوې ده، د انتقالي حکومت موضوع هم شامله ده، چې ولسمشر غني او طالبانو ورسره مخالفت ښودلی دی.

ولسمشر غني ویلي، پردۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلی او طالبانو ویلي، دوی په مشارکتي یا انتقالي حکومت کې ګډون نه کوي، خو مخالف یې هم نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي