۰
ولسمشرغني ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک:

په څو اوونیو کې باید د افغانستان موضوع ټوله شي، ټولشموله حکومت او ترکیه به کوربه وي

دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۴
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالی شورا ته یو لیک لېږلی ویلي یې دي، چې په څو اوونیو کې باید د افغانستان موضوع ټوله او د سولې تړون وروستی شي.
په څو اوونیو کې باید د افغانستان موضوع ټوله شي، ټولشموله حکومت او ترکیه به کوربه وي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالی شورا ته یو لیک لېږلی ویلي یې دي، چې په څو اوونیو کې باید د افغانستان موضوع ټوله او د سولې تړون وروستی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیک چې په یوه څه تونده لحجه او د خبرداري په شکل لیکل شوې په کې ولسمشر غنی ته سپارښتنه شوې، چې د سولې په تړاو د سلا مشورو لمن پراخ کړي او له خلیلزاد سره همکاري وکړي.

په لیک کې ولسمشر غني ته سپارښتنه شوې چې له ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او استاد سیاف سره په دې بحثونو کې شامل او سلا مشورې ورسره وکړي.

په لیک کې ویل شوي، خلیلزاد به له افغان حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او طالبانو سره په افغانستان کې راتلونکي دولتي جوړښت، اساسي قانون، د یو نوي ټولشموله حکومت او دې هېواد کې د تلپاتې اوربند په اړه خپل وړاندیزونه شریکوي.

خو په ورته وخت کې یې ویلي، چې دا وړاندیزونه د امریکا له خوا کوم امر نه دی، بلکې موخه یې دا ده، چې افغان حکومت او طالبان د سولې خبرو بهیر ګړندۍ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې ډېر ژر به د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، هند او ایران د بهرنیو چارو وزیران او استازي د افغان سولې په اړه غونډه کوي.

نوموړي ویلي، په راتلونکو څو اوونیو کې به په ترکیه کې د افغان حکومت او طالبانو غونډه رابلل کېږي، او هلته به د دواړو خواو ترمنځ د سولې تړون وروستی کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لیک کې پر ولسمشر غني غږ کړی چې پخپله دې غونډه کې ګډون وکړي او یا هم خپل یو نومول شوی استازی ور ولېږي.

په لیک کې دا هم راغلي، چې امریکا په افغانستان کې د درې میاشتني اورکم پلان یا طرحه چمتو کړې، چې کولی شي د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو مخه ونیسي.

د لیک په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، حکومت یې لا هم د راتلونکي اپرېل میاشتې تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو پلان ځنډولی نه دی، او وېره یې ښودلې چې د امریکا له مالي ملاتړ سره سره هم ښایي وضعیت خراب شي او طالبان ښایي لا ډېرې سیمې ونیسي.

ارګ او سپېدار ماڼۍ هم تایید کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ورته رسېدلی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي