د احصايي او مالوماتو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د کاغذي پېژند پاڼو په وېش بندیز لګولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سر له نن دوشنبې د کب ۱۸ مه کابل کې د کاغذي پېژندپاڼو پر وېش بندیز دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه تازه اقدام د الکټرونیکي تذکرو د ښه خدمتونو وړاندې کولو، د خلکو د سرګردانۍ او د وخت له ضایع کېدو مخنیوي په موخه ترسره شوی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د نوې کاغذي تذکرې وېش، د مثنی تذکرې وېش، د سن اصلاح، نوم بدلول، نوم سمول، مدني حالت بدلون، د شغل بدلول، ځای بدلول، انځور بدلول، د پولیس فورم، د تذکرې باطلول، بیاځلې ثبت، تخلص لیکل، د تابعیت پرېښودل، زدهکړې او نور ټول خدمتونه له نن دوشنبې وروسته بند شوي دي.
خبرپاڼه وایي، ټولې هغه کاغذي مشکوکې تذکرې چې د ادارو له لوري د تایید لپاره په رسمي ډول استول شوې او يا هم نور موارد چې په کاغذي تذکرو کې د مالوماتو بدلولو ته اړتیا لري، له دې وروسته الکترونیکي خدماتو ته راجع کیږي.
د احصایې او معلوماتو اداره وایي په کابل کې د الکترونیکي پيژندپاڼو ۲۵ څانګې فعالې دي او خلک کولای شي په انلاین ډول د پيژندپاڼې د ترلاسه کولو په برخه کې اقدام وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل