۰
ولسمشرغني:

د پښتون ژغورنې غورځنګ هېڅې ستایو، پاکستان باید نااعلان شوې جګړه ودروي

دوشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امن او ثبات لپاره د پښتونخوا مشرانو او پښتون ژغورنې غورځنګ هڅې او قربانۍ وستایلې وايي، د افغان حکومت ژمن دی روان ناورین په اساسي ډول پایته ورسوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ هېڅې ستایو، پاکستان باید نااعلان شوې جګړه ودروي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امن او ثبات لپاره د پښتونخوا مشرانو او پښتون ژغورنې غورځنګ هڅې او قربانۍ وستایلې وايي، د افغان حکومت ژمن دی روان ناورین په اساسي ډول پایته ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې نن د امن او ثبات سیمه ییز کنفرانس په پای غونده کې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې پاکستان باید دغه نا اعلان شوې جګړه پای ته ورسوي او یو آزاد، خپلواک او دیموکراتیک افغانستان ومني.

ښاغلي غني د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو ولسونو په ژوند کې د اساسي تغییراتو لپاره د سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

نوموړي و ویل، چې د دواړو غاړو سوداګر دې ګډه ترانسپورټي کمپنۍ جوړه کړي او موږ ورسره بشپړه همکاري کوو.
 
ولسمشر د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د مشهور پښتون فلسفي شاعر غني خان د مقبرې د اساسي بیارغاونې لپاره هڅې پیل کړي.
 
په دغه کنفرانس کې له خېبرپښتونخوا او سویلي پښتونخوا څخه د عوامي ملي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر مشرانو او مېرمنو پکې ګډون کړی وو.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وايي، په کنفرانس کې پر دې بحث وشو چې د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته جګړه څه ډول پایته ورسېږي او ولسونه په سوله او ثبات کې ژوند وکړي.

کنفرانس کې د عوامي ملي ګوند غړي غلام احمد بلور د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته جګړې ته په اشارې ویلي، دغه جګړه اسلامي او مذهبي اساس نه لري او یوازې د افغانانو د پرمختګ، ارام ژوند او سوکالۍ پر ضد روانه ده.

دی وايي، د افغانستان د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره دې د حکومت په کچه له ګاونډیو او د سیمې هیوادونو سره دوامداره خبرې وشي.

نوموړي په ټينګار سره و ویل، تر هغو چې په اساسي ډول د وسله والو د تجهیز او تمویل مخه ونه نیول شي، جګړه پای ته نشي رسېدای.

همداراز د سویلي پښتونخوا متنفذ عبدالمجید ملک پخپلو خبرو کې د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د امن او ثبات لپاره د اغېزناکو هڅو پر دوام او د ټوپک پر ځای زده کړو ته د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.
 
د غونډې په پای کې د امن او ثبات سیمه ییز کنفرانس پرېکړه لیک ولوستل شو چې پکې په ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ پر زیاتوالي او افغان سولې څخه چې پکې اساسي قانون، د ښځو او لږکیو حقوقو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي وي، ملاتړ وشو.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي