۰
رویټرز:

امریکا غواړي د افغان جګړې پای ته رسېدو لپاره موقت حکومت رامنځ ته کړي

سی شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۶
رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره په دغه هېواد کې یو موقت حکومت رامنځ ته کړي.
امریکا غواړي د افغان جګړې پای ته رسېدو لپاره موقت حکومت رامنځ ته کړي
رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره په دغه هېواد کې یو موقت حکومت رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې، چې د افغانستان د سولې مسالې ته کتنه شوې، راغلي، امریکا هڅه کوي، موقت حکومت رامنځ، اساسي قانون بدل او د موقت حکومت پر مټ ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

د سرچینې په وینا د دې ترڅنګ امریکا هڅه کوي، چې په دې ډول سره طالبان د ګاونډیو هېوادونو د ټولو هېوادونو له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

دغه آژانس زیاته کړې، چې دا یوازې یوه طرحه ده او امریکا یې عملي کول پر افغانانو جبري کړي نه دي، ځکه افغان جګړه یوازې د افغانانو له لوري او د دوی په مشرۍ او مالکیت د ختمېدو وړ ده.

سرچینې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي، دا د امریکا د نورو طرحو په څېر یوه طرحه ده او په پای کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او سولې ټول واک له افغانانو سره دی او د سولې ټوله پروسه به ددوی په مشرۍ او مالکیت مخ ته وړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د سولې لپاره د امریکا له نوې طرحې سره مخالفت ښودلی وايي، د واک لېږد باید یوازې د ټاکنو له لارې وشي.

ولسمشر غني د پارلمان پرانست غونډه کې ویلي، هر بنسټ طرحه لیکلی شي، چې دا کار پخوا هم شوی اوس هم کېږي او راتلونکې کې به هم وشي.

خو په وینا د عمل وړ نه ده، ځکه بهرنۍ طرحې افغانستان ته سوله نه شي راوستلی، بلکې تل پاتې سوله او ثباته هله راتلای شي، چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وشي.

تر ولسمشر غني وروسته پرون  د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح هم په غوڅه توګه د امریکا له نوې طرحې سره مخالفت وښود او ټینګار یې وکړ، چې په هېڅ صورت به امرانه، فرمایشي، تحمیلي سولې ته غاړه کېنږدي او نه به هم د ۳۵ ملیونه نفوس په برخلیک له چا سره معامله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي