د کرونا واکسین دویمه ټولګه هم راورسېده

19 حوت 1399 ساعت 15:14

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کرونا ضد ۴۶۹ ډوزه واکسین چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیارد یورو کېږي مرسته کړې ده.


اروپايي ټولنې له افغانستان سره د کرونا ضد ۴۶۹ ډوزه واکسین چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیارد یورو کېږي مرسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه مرسته کورونا واکسین ته د نړیوال لاسرسي پروګرام (کوواکس) له خوا افغان حکومت ته سپارل شوې ده.
 
کوواکس چې کورونا واکسین ته د برابر لاسرسي نوښت دی، افغانستان سره د کورونا واکسین د ۱۶ میلیونه ډوزو ژمنه کړې چې په څو پړاوه کې به افغانستان ته وسپارل شي.

 د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح وايي، هڅې روانې دي چې د نړیوالو شریکانو په مرسته د افغانستان ۴۰ سلنه وګړو ته د کورونا ۳۲ میلیون ډوزه واکسین ترلاسه شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هندوستان افغانستان ته د کورونا واکسین ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ورکړي وو، چې د تطبیق لړۍ یې روانه ده.

عامې روغتیا وزارت ویلي تر اوسه افغانستان کې ۴۰ زره کسانو ته دغه واکسین لګول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137161

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137161/

جمهور
  https://www.jomhornews.com