۰
د ملګرو ملتونو پخوانی استازی:

ښايي اروپايي ټولنه افغانستان کې د امریکا د ځینو خپلسریو مخالفت وکړي

چهارشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۲
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه پخواني استازي کای آیډه ویلي، امریکا په افغانستان کې خپلسرې پرېکړې نه شي کولی او ښايي اروپايي ټولنه د امریکا د ځینو خپلسریو مخالفت وکړي.
ښايي اروپايي ټولنه افغانستان کې د امریکا د ځینو خپلسریو مخالفت وکړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه پخواني استازي کای آیډه ویلي، امریکا په افغانستان کې خپلسرې پرېکړې نه شي کولی او ښايي اروپايي ټولنه د امریکا د ځینو خپلسریو مخالفت وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آیډه په خپله تازه مرکه کې ویلي امریکا نه شي کولی د خپلو سرتېرو د ایستلو او یا له جګړې د ځان د خلاصولو لپاره هغه لاس ته راوړنې په افغانستان کې تر پښو لاندې کړي چې اروپايي ټولنه او نور هېوادونه د هغې لپاره افغانستان ته راغلي وو.

دی وايي، که امریکا دغه ډول اقداماتو ته ادامه ورکړي د اروپايي ټولنې له مخالفت سره به مخ شي.

کای آیډه همدا راز وایي چې تر دې دمه په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو رول دومره فعال نه دی، نو د یوې دایمي سولې او ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره باید د افغانستان د سولې په مسئله کې ملګري ملتونه لا ډېر ښکېل شي او رول یې دې لا فعال شي.

دغه پخواني دیپلومات تمه ښودلې چې امریکا وکړی شي له معقولو او روښانه لارو په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي او سوله تامین کړي.

کای ایډه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت ته د امریکا د نوې طرحې او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د لیک تر رسېدو وروسته، چې په کې د موقتې ادارې موضوع هم راغلې اروپايي تولنې له دغه طرحې سره ظاهر مخالفت وښوده.

کابل کې د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو«افغانستان اساسي قانون لري، ټاکنې پکې وشوې، لویې جرګې راوبلل شوې، له امریکا سره ګډ هوکړلیک لري او د دوحې بهیر کې ښکېل دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د نړیوالې ټولنې د ډېریو هېوادونو ملاتړ لري، نړۍ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او جنیوا د جمهوریت د لاسته راوړنو د خوندي کولو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي