په غزني ښار کې راکټ لګېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري

20 حوت 1399 ساعت 10:04

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوي دوه راکټ د غزني ښار په زړه کې لګېدلي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوي دوه راکټ د غزني ښار په زړه کې لګېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني پولیس وایي، دغه دوه راکټ د ښار د لوېدیځې څندې څخه په ښار توغول شوي دي، چې د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې لګېدلي دي.

د غزني د پولیسو ویاند سردارولي تبسم وايي، راکټ طالبانو ویشتي، خو له نېکه مرغه چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 137184

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137184/

جمهور
  https://www.jomhornews.com