۰

په غزني ښار کې راکټ لګېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري

چهارشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۴
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوي دوه راکټ د غزني ښار په زړه کې لګېدلي دي.
په غزني ښار کې راکټ لګېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوي دوه راکټ د غزني ښار په زړه کې لګېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني پولیس وایي، دغه دوه راکټ د ښار د لوېدیځې څندې څخه په ښار توغول شوي دي، چې د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې لګېدلي دي.

د غزني د پولیسو ویاند سردارولي تبسم وايي، راکټ طالبانو ویشتي، خو له نېکه مرغه چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي