اتمر:

د مسکو د کنفرانس په اړه به تر سلا مشورو وروسته خپل دريځ اعلان کړو

20 حوت 1399 ساعت 11:12

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي او د مسکو د جوړېدونکې غوندې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي او د مسکو د جوړېدونکې غوندې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د کب ۲۰ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه لیدنه کې د روسیې سفیر د مسکو د کنفرانس په اړه معلومات وړاندې کړل.

د روسیې سفیر ویلي، هېود یې تمه لري، چې ژر تر ژره افغان جګړه پای ته ورسېږي او دوی وکولی شي، د سولې په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

په ورته وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو رښتینې همکاري اړینه بللې ده.

ښاغلي ویلي، چې افغان حکومت به تر سلا مشورو وروسته خپل نظریات د مسکو کنفرانس په اړه له روسیې سره شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137194

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137194/

جمهور
  https://www.jomhornews.com