غزني: د افغان پوځ په یوه مرکز کې لګېدلي اور مړ شوی دی

23 حوت 1399 ساعت 9:02

ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان پوځ د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې لوا د لومړي کنډک په قرارګاه کې لګېدلی اور کابو شوی دی.


ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د افغان پوځ د ۲۰۳ تندر قول اردو د دریمې لوا د لومړي کنډک په قرارګاه کې لګېدلی اور کابو شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرات نن شنبې د کب ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پرون ماښام د برېښنا د شارتۍ له امله په دغه قرارګاه کې اور لګېدلی وو.

خو په وینا یې دغه اور ډېر ژر د دريمې لوا د اور وژنې او غزني د امنیه قوماندانۍ له خوا کابو کړل شوی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، په اور لګېدنه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 137247

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137247/

جمهور
  https://www.jomhornews.com