اروزګان کې ماین چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

23 حوت 1399 ساعت 10:46

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې اروزګان ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې اروزګان ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د کب ۲۳ مه سهار مهال د اروزګان – کندهار پر لویه لار د اروزګان ولایت اړوند سیمه کې شوې ده.

د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد وايي، د سړک د غاړې ماین د ولسي وګړو په لېږدوونکي موټر شوې، چې له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د والي په وینا په چاودنه کې دوه نارینه او یو ماشوم وژل شوي او درې ماشومان او یوه ښځه ټپي شوې ده.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په زابل کې د استوګنې په کورنو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ماشومې نجونې وژل شوې او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.

د زابل د پولیسو مشر وایي، هاوان مرمۍ د طالبانو له خوا د نورک په سیمه کې د پولیسو په یوه قرارګاه توغول شوې وې، چې دوه یې قرارګاه کې او یوه یې د ولسي وګړو په کورونو لګېدلې وه.

که څه هم د زابل د پولیسو مشر ویلي، دا د طالبانو کار و خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137260

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137260/

جمهور
  https://www.jomhornews.com