مخ پټو وسله والو ننګرهار کې یو پولیس و واژه

24 حوت 1399 ساعت 9:05

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې مخ پټو ناپېژانده وسله والو کسانو ننګرهار کې یو پولیس په ډزو وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې مخ پټو ناپېژانده وسله والو کسانو ننګرهار کې یو پولیس په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن یکشنبې د کب ۲۴ مه سهار ۸ بجې په مرکز جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د پېښې پخلی کړی وايي، ناپېژانده وسله والو د برېښنا شرکت یو ساتونکی پولیس په ډزو وژلی دی.

سرچینه زیاتوي، د پېښې عاملین له سیمې په تېښته بریالي شوي خو د نیولو هڅې یې روانې دي.

بل خوا عیني شاهدان وایي، دوه تنه وسله وال چې موخونه یې پټ و د برېښنا ریاست یو پولیس چې په خپله دنده بوخت د تومانچې په ډزو و واژه.

د دوی په وینا بریدکوونکو وروسته د وژل شوي پولیس وسله واخیست او د هوايي ډزو په کولو سره له سیمې په تېښته بریالي شول.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته د جلال اباد ښار په کمپونو سیمه کې هم یو کس چې هویت یې معلوم نه دی، په ډزو وژلی او عاملین یې تښتېدلي دي.

تر اوسه د دغه پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 137288

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137288/

جمهور
  https://www.jomhornews.com