سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې مخ پټو ناپېژانده وسله والو کسانو ننګرهار کې یو پولیس په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن یکشنبې د کب ۲۴ مه سهار ۸ بجې په مرکز جلال آباد ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د پېښې پخلی کړی وايي، ناپېژانده وسله والو د برېښنا شرکت یو ساتونکی پولیس په ډزو وژلی دی.
سرچینه زیاتوي، د پېښې عاملین له سیمې په تېښته بریالي شوي خو د نیولو هڅې یې روانې دي.
بل خوا عیني شاهدان وایي، دوه تنه وسله وال چې موخونه یې پټ و د برېښنا ریاست یو پولیس چې په خپله دنده بوخت د تومانچې په ډزو و واژه.
د دوی په وینا بریدکوونکو وروسته د وژل شوي پولیس وسله واخیست او د هوايي ډزو په کولو سره له سیمې په تېښته بریالي شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته د جلال اباد ښار په کمپونو سیمه کې هم یو کس چې هویت یې معلوم نه دی، په ډزو وژلی او عاملین یې تښتېدلي دي.
تر اوسه د دغه پېښو مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار