د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره لیدلي

25 حوت 1399 ساعت 8:16

قطري رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.


قطري رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغان سولې ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي ټینګار کړي، چې د افغانستان د سولې پروسه باید چټکه شي او په دې برخه کې دې ژر تر ژره یوه هوکړه رامنځ ته شي.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمېدو غوښتنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137329

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137329/

جمهور
  https://www.jomhornews.com