۰

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره لیدلي

دوشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۶
قطري رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د طالبانو له مرستیال ملا برادر سره لیدلي
قطري رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د افغان سولې ملاتړ کړی او په دې برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نوموړي ټینګار کړي، چې د افغانستان د سولې پروسه باید چټکه شي او په دې برخه کې دې ژر تر ژره یوه هوکړه رامنځ ته شي.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمېدو غوښتنه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي