زابل کې ماین چاودنې یو وکیل وژلی دی

25 حوت 1399 ساعت 10:55

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ګذر یو وکیل وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې زابل ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ګذر یو وکیل وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د کب ۲۵ مه سهار مهال د زابل مرکز کلات ښار د چوک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د زابل امنیه قوماندان حکمت الله کوچی وايي، چاودنه د سړک د غاړې د ماین له امله رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا دغه چاودنه د ګذر پر یوه وکیل محمد صابر توخي شوې، چې نوموړی په کې وژل شوی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 


د مطلب کود: 137347

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137347/

جمهور
  https://www.jomhornews.com