سي اېن اېن: امریکا او طالبان دواړه د دوحې هوکړې ته ژمن نه دي

27 حوت 1399 ساعت 7:46

امریکايي سي اېن اېن تلوېزیون په یوه راپور کې ویلي، امریکا او طالبان دواړه دوحه کې کړې هوکړې ته ژمن نه دي، ځکه افغانستان کې د دغه هوکړې سره سم هر څه مخ ته نه دي روان.


امریکايي سي اېن اېن تلوېزیون په یوه راپور کې ویلي، امریکا او طالبان دواړه دوحه کې کړې هوکړې ته ژمن نه دي، ځکه افغانستان کې د دغه هوکړې سره سم هر څه مخ ته نه دي روان.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ وايي، د امریکا د نه ژمنتیا نښه دا ده، چې ښايي امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور ته ادامه ورکړي.

دغه رسنۍ زیاته کړې همدا اوس په افغانستان کې هر څه د دوحې د هوکړې پر بنسټ مخ ته نه دي روان، خو د بایډن اداره غواړي دغه موارد له خپلو خلکو پټ کړي.

سرچینې د سیګار وروستي راپورته په نغوتې ویلي، که امریکايي سرتېري بې وخته ورځي او د سولې ډاډمنه هوکړه نه رامنځ ته کېږي، نو په افغانستان کې خونړۍ جګړې رامنځ ته شي او نړیوال امنیت ته ستر خطرونه جوړ کړي.

په ورته وخت د سي اېن اېن راپور کې راغلي،  طالبان همدا اوس هم د وخت په ضایع کولو بوخت دي.

راپور وايي، طالبان دې ته په تمه دي چې د دوحې هوکړې نېټه پوره شي او که تر هغه وروسته امریکایي عسکر له افغانستان و نه وځي نو دغه ډله جګړو ته ادامه ورکوي.

د سي اېن اېن په راپور کې ټینګار شوی، چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسول شي او په دې برخه کې ديپلوماتیکې هڅې مهمې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137405

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137405/

جمهور
  https://www.jomhornews.com