دفاع وزرات: کندهار او وردګ کې ۴۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

28 حوت 1399 ساعت 8:46

ملي دفاع وزرات کندهار او وردګ ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۴۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزرات کندهار او وردګ ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۴۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن پنشنبې د کب ۲۸ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، هوايي ځواک هم د افغان ځواکونو ملتیا کوله، چې په ترڅ کې یې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، ارغنداب د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې او د ۲۰ خونړیو بریدونه مخه هم نیول شوې ده.

په ورته وخت دفاع وزارت د وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې هم د ۱۰ طالبانو د وژل کېدو او ۷ نور د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت وايي، دغه ولایت کې یې د طالبانو ايښي ۷ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 137440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com