د غور د تیورې ولسوال په ماین چاودنه کې و وژل شو

30 حوت 1399 ساعت 10:40

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ ولسوال د مقناطسي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ ولسوال د مقناطسي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د کب ۳۰ مه ۱۱:۲۰ بجې په همدې تیورې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د غور د والي ویاند عارف عابر وايي، وايي، د تیورې د ولسوال محمد رفیق اعلم په موټر پسې د منګوري ماین چاودنه شوې ده.

نوموړې زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې ولسوال محمد رفیق اعلم وژل شوی دی.

د غور د والي ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:غور
 
 


د مطلب کود: 137494

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137494/

جمهور
  https://www.jomhornews.com