سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ ولسوال د مقناطسي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د کب ۳۰ مه ۱۱:۲۰ بجې په همدې تیورې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د غور د والي ویاند عارف عابر وايي، وايي، د تیورې د ولسوال محمد رفیق اعلم په موټر پسې د منګوري ماین چاودنه شوې ده.
نوموړې زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې ولسوال محمد رفیق اعلم وژل شوی دی.
د غور د والي ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:غور