۰
جرمني:

له افغانستانه وتل باید د سولې مذاکراتو پر نتایجو پورې مشروط وي

چهارشنبه ۴ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۹
جرمني خبرداری ورکړی، چې که بهرني ځواکونه له وخته وړاندې افغانستان پرېږدي، طالبان به د پوځي لارې د واک تر لاسه کولو هڅه وکړي.
له افغانستانه وتل باید د سولې مذاکراتو پر نتایجو پورې مشروط وي
جرمني خبرداری ورکړی، چې که بهرني ځواکونه له وخته وړاندې افغانستان پرېږدي، طالبان به د پوځي لارې د واک تر لاسه کولو هڅه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې کړې دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو مخکې له وخته وتل د طالبانو تاوتریخوالي ته زمینه برابروي او د دې سبب کېدای شي چې دغه ډله د پوځي لارو د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

 هایکو ماس چې په ټينګار سره ویلي، لازم دی چې د افغانستان څخه وتل د سولې د مذاکراتو پر نتیجو پورې مشروط اوسي.

هغه ویلي«موږ د افغانستان څخه د ټولو پوځیانو د مشروط وتلو غوښتونکي یو، خو هغه وتل چې د سولې مذاکراتو پورې اړوند وي او مهمه داده چې د سولې د مذاکراتو په بریالیتوب پورې مربوط وي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې دوی له افغانستانه د مخکې وتلو پلوي نه دي، ځکه دوی په دغه هېواد کې ستر مسوولیت لري.

د جرمنې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له پرون راهیسې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ بروکسل کې پر دې غونډه روانه ده، چې سرتېري د مي ترا ولې وباسي او که یې پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پرون د ناټو غړو هېوادونو په غونده کې ویلي، چې له طالبانو سره د امریکا شوې هوکړه لا هم د ارزونې لاندې ده.

هغه زیاته کړې وه، چې امریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه افغانستان ته تللې او په ګډه به له دغه هېواد څخه وځي، خو په وینا یې د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه به ولسمشر بایډن کوي.

 ولسمشر بایډن وړاندې ویلي و، چې د دوحې د هوکړې سره سم د مۍ تر میاشتې پورې له افغانستان د ځواکونو ایستلو پرېکړه به خورا سخته وي.

په ورته وخت ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړي، چې ښايي امریکا تر شپږو نورو میاشتو پورې خپل ځواکونه په افغانستان کې وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي