اندونیزیا کې دوه ځانمرګو ۲۰ تنه ټپیان کړي

9 حمل 1400 ساعت 10:23

راپورونه وايي، اندونیزیا کې دوه ځانمرګو بریدګرو شاوخوا ۲۰ تنه عبادت کوونکي ټپیان کړي دي.


راپورونه وايي، اندونیزیا کې دوه ځانمرګو بریدګرو شاوخوا ۲۰ تنه عبادت کوونکي ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه پرون یکشنبې د وري ۸ مه د کلیسا په عبادت کوونکو شوي دي.

پېښه هغه مهال د اندونیزیا په ماکاسار ښار کې شوې، چې یوه ډله مسحیان د سپېڅلې اوونۍ یا پاک اختر د پیل په پار سره غونډ شوي وو.

په ټپیان کې د کلیسا ساتونکي هم شامل دی او دغه راز پولیسو ویلي، چې له بریګرو څخه یوه ښځه وه.

د اندونیزیا د پولیسو مشر جنرال لیستیو سیګیت پراباوو ویلي، بریدګر ښايي د اسلامي دولت ډلې د ملاتړي ګروپ جماعة انشاروت توحيد غړي وو.

د اسلامي دولت ډلې ملاتړی ګروپ جماعة انشاروت توحيد ۲۰۱۸ کال هم په اندونیزیا کې د یوې خونړۍ حملې عامل بلل کېږي چې ګڼو خلکو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 137696

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137696/

جمهور
  https://www.jomhornews.com