خوست کې موټر سایکل بم چاودنې ۱۶ تنه ټپیان کړي

9 حمل 1400 ساعت 10:34

سیمه ییز امنیتي چارواکو تایید کړې، چې خوست ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې په ترڅ کې ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکو تایید کړې، چې خوست ولایت کې د موټر سایکل بم چاودنې په ترڅ کې ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون یکشنبې د وري ۸ مه ماسپښین مهال د خوست ښار مجاهد څلور لاري ته نېږدې شوې ده.

د خوست امنیه قوماندان پاسوال محمد داودو امنی وايي، په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي بم د ملي امنیت ځواکونو په رنجر موټر چاودنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، په دغه چاودنه کې ۱۴ تنه ملکي وګړي او دوه د ملي امنیت سرتېري ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي او د دو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

عیني شاهدانو ویلي، چاودنه د ملي امنیت پر هغه ځواکونو شوې، چې خوست کې یې د جموریت په ملاتړ د جوړې شوې غونډې امنیت ساته.

جمهورخبري آژآنس:خوست


د مطلب کود: 137697

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/137697/

جمهور
  https://www.jomhornews.com